دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۳
د مطلب کود : 198587
مجلس نمایندګان: د مور بوم وروسته؛ اچین ولسوالی اوسیدونکې د بېلابېلو امراضو سره مخ شوی دی
ځينی نمایندګان وایی چی د مور بوم استفادی وروسته د امریکایی ځواکونو له لوری د ننګرهار ولایت اچین ولسوالی کې، خلګ د ډیرو امراضو سره مخ شوی دی.

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: نمایندګان ننۍ عمومی ناسته کې وغوښتل چی مجلس صحت کمیسیون هیئت ددی مریضیو څیړلو لپاره ننګرهار اچین ته سفر وکړی او امریکایان هم غرامت ورکولو ته متقاعد کړی.
عبدالرووف شپون د ننګرهار نماینده ننۍ ناسته کې وویل چی د مور بوم استفادی وروسته بېلابیل امراض لکه جلدی مریضی ددی سیمی په خلګو کې رامنځته شوی دی او شینوار اوسیدونکې یی متضرر کړی دی.
هغه زیاته کړه چی حتا څښلو اوبه اچین ځینو سیمو کې زهری شوی دی چی انسانان او حیوانات د څښلو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ابرار الله مراد د ننګرهار بل نماینده هم ننۍ ناسته کې وویل چی بمونو مور ډیر مشکلات اچین ولسوالی اوسیدونکو ته رامنځته کړی او همدا اوس معیوب او سوء شکلی نوزادان زیږل کیږی.
دا په داسی حال کې دی چی نږدی دری کاله مخکې امریکایان د داعشیانو وژلو لپاره ننګرهار اچین ولسوالی مومند دره کې د بمونو مور استفاده کړه چی ۹ ټنه وو.
 
https://avapress.com/vdcdjj0f5yt0nk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته