دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 213473
د ناټو عمومي منشي وايي  له افغانستانه وتلو په اړه پریکړه له وخته وړاندې ده
د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ وایي اوس له وخته وړاندې ده، چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتلو په اړه پریکړه وشي.
ینس سټولټنبرګ ویلي د دې لپاره چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځای باندې بدل نشي، باید د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وشي.
هغه ویلي د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ، د سولې د ملاتړ لپاره یواځینۍ لاره ده.
هغه ویلي: "د افغانستان له سولې زموږ د ملاتړ تر ټولو ښه لاره داده چې باید ډاډ ترلاسه شي چې افغان ځواکونه طالبانو سره د مبارزې وړتیا لري او همداشان دا ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو خوندي ځای باندې بدل نشي."
د ده په وینا امریکا او ناټو یوځای افغانستان ته راغلي او دواړه به یوځای له دغه هیواده وځي، خو د وتلو هر ډول پریکړه به د افغانستان شرایطو ته په کتو سره کیږي.
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو اونیو کې افغانستان کې د جګړې اور تر پخوا زیات تود شوی او هره ورځ د لسګونه ملکیانو او پوځي سرتیرو وینې بهیږي.
د افغانستان ولسي جرګې هم د نن ورځې غونډه کې د تاوتریخوالي او مرګ ژوبلې پر زیاتیدو نیوکه وکړه.
دوی له حکومته وغوښتل چې د هلمند د سنګین ولسوالۍ وروستۍ پيښه وڅيړي او عاملینو ته یې قانوني سزا ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfemd0mw6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته