دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 216847
صالح: که طالبان وتوانېږي، د مذاکراتي پلاوي ټول غړي وژني
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، که طالبان وتوانېږي، د حکومت د مذاکراتي ټیم پر ټولو غړو بريد کوي. د نوموړي اشاره پر فوزيې کوفي بريد ته ده چې طالبانو پکې خپل لاس لرل رد کړي دي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه د سولې مذاکراتي ټیم پر غړې فوزیه کوفي د برید په غبرګون کې ویلي، د سولې د مذاکراتي ټیم پرغړې فوزیه کوفي برید غیرانساني عمل دی او دا یې د طالبانو کار بللی.
نوموړي وویل، طالبان هڅه کوي چې د سولې مذاکراتي ټیم ټول غړي تر برید لاندې راولي خو نه توانېږي.
صالح دا خبرې وروسته تر هغه کوي چې دوه ورځې وړاندې د سولې د مذاکراتي ټيم پر غړې فوزیه کوفي د کابل پروان پر لویه لاره د نامعلومو وسله‌والو له لورې برید وشو او مېرمن کوفي په دغه برید کې سرسري ټپي شوه.
طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي او دغه راز يې په يوه اعلاميه کې ويلي چې حکومتي چارواکي دې له پاروونکو څرګندونو ډډه وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdo90x5yt0fj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته