دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 253992
د پولیسو د نویو یونیفورمونو د ویش لړۍ پیل شوه
د "اسلامي امارت" د کورنیو چارو وزارت مرستیال څرګنده کړه، چې په تېرو څو میاشتو کې د پولیسو د تنظیم د ښه والي لپاره ډېر کارونه شوي او اعلان یې وکړ، چې د پولیسو نوی یونیفورم به د پولیسو د رهبرۍ په رضایت ترتیب شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن چهارشنبه د جوزا ۱۸ عبدالنافع تکور؛ د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې تر ۲۰ زره زیات نوي یونیفورم ترتیب شوي او د ویش لړۍ یې نن په کابل او کندهار ولایتونو کې پیل شوه.
 
نوموړي دغه راز څرګنده کړه، چې د پوليسو د نويو يونيفورمونو د ترتيبولو تړون له يوه افغاني شرکت سره شوى، چې د پوليسو د يونيفورم په پرتله ٧٥ سلنه ارزانه دى.
 
 نورجلال جلالي; د "اسلامي امارت" د کورنیو چارو وزارت معین په دې کتنه کې د خبرو پر مهال وویل: د پولیسو د یونیفورم چمتو کول د کورنیو چارو وزارت له لومړیتوبونو څخه وو او له څو میاشتو هڅو وروسته په دې وتوانیدو چې په دې مهم کار کې بریالي شو.
 
هغه زياته کړه: "په تېرو څو مياشتو کې د پوليسو د تشکيل د ښه والي لپاره ډېر کار شوى دى."
 
د کورنیو چارو وزارت مرستیال وویل: د ملي پولیسو نوی یونیفورم د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په رضایت او د اسلامي امارت د رهبرۍ په لاسلیک چمتو شوی، چې د وېش بهیر یې نن پیل شو.

 د کورنیو چارو وزارت چارواکي زیاته کړه چې نوی یونیفورم به د پولیسو په نوم د خلکو د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره مهم وي او د هېوادوالو د امنیت په تامین کې به ګټور وي.
 
په همدې حال کې زین الله عبیر؛ د "اسلامي امارت" د کورنیو چارو وزارت د دفتر رئیس هم وویل، چې یونیفورم د امنیتي سرغړونو د مخنیوي لپاره مهم دی او زیاته یې کړه، چې د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو د مسلکي کېدو په لور روان دی.
 
د يادونې وړ ده، چې په تېر کې د اسلامي امارت د پوليسو ځواکونو ملي جامې اغوستې، چې له امله يې امنيتي ستونزې رامنځته شوې وه او د پوليسو له نوم څخه يې ناوړه ګټه پورته کوله.
 
https://avapress.com/vdcf1md00w6dt1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته