دخپریدو نیټه :شنبه ۴ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 254762
په جوزجان کې له ۵۲۸ کورنیو سره نغدي مرسته وویشل شوه
د جوزجان سیمه ییزو چارواکو د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې پر ۵۲۸ اړمنو کورنیو، راستنېدونکو او د شهیدانو له کورنیو سره د نغدي مرستې اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - بدخشان: سیف الدین معتصم؛ د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رئیس د شنبې په ورځ (سرطان ۴) افغان غږ خبری آژانس ته وویل: نن د جوزجان د درزاب ولسوالۍ پر ۵۲۸ اړمنو کورنیو، راستنېدونکو کورنیو او د شهیدانو کورنیو ته د کډوالو چارو ریاست له ارزونې وروسته د CAHPO موسسې له لوري نغدي مرستې وویشل شوې.
 
ښاغلي معتصم زیاته کړه: له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو زما غوښتنه دا ده چې افغانستان هېر نه کړي او خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
 
رفیع رحیمي; د جوزجان د مهاجرینو ریاست استازي هم افغان غږ خبری آژانس ته وویل: "په ۵۲۸ اړمنو کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې او په دغو مرستو کې د هرې کورنۍ ونډه ۶۰ امریکایي ډالره ده چې معادل ۵۳۹۰ افغانۍ کیږي."
 
یوسف غدیری؛ د سیمي یو اوسیدونکي وویل: "زه د یوې پنځه کسیزې کورنۍ مشر یم او په خراب اقتصادي وضعیت کې یم." زه نشم کولی په سمه توګه د کورنۍ ملاتړ وکړم. خو نن چې دا مرستې موږ ته راکړل شوې، د لنډ وخت لپاره بس دي. خو له همکارو بنسټونو او د اسلامي امارت له ځايي چارواکو زموږ غوښتنه دا ده چې د مرستو پر ځای دې په هېواد کې د کار زمینه برابره کړي، تر څو په عزت سره کار وکړو او نور مرستې ته اړتیا ونه لرو.
 
https://avapress.com/vdcb0ab55rhbszp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته