دخپریدو نیټه :شنبه ۸ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 256333
په افغانستان کې د داعش د زیاتوالي اټکل له حقیقت څخه لرې ده
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له څرګندونو وروسته چې په یوه کال کې په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د غړو شمېر درې چنده شوی، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټري پیغام کې دا ادعا رد کړه او ویې ویل: دا اټکل له حقیقت څخه لرې دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: مجاهد زیاته کړې، چې د داعش ډلې د ورانیو په اړه اندېښنې راپورته کول د دغې ډلې د ګټو لپاره کمپاین دی، چې باید ترسره نه شی.
 
د هغه په ​​وينا، د افغانستان خلک او اسلامي امارت به داعش ته اجازه ورنه کړي، چې په هېواد کې پټنځاي جوړې کړي او دغه ډله په هېواد کې له ماتې سره مخ شوې او له منځه ځي.
 
پرون روسیې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د جنګیالیو شمیر درې برابره شوی دی.
 
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون وویل چې د افغانستان د اسلامي امارت تر واک لاندې د داعش د غړو شمېر له ۲۰۰۰ څخه ۶۰۰۰ ته لوړ شوی دی.
 
ضمیر کابلوف په افغانستان کې د اسلامي امارت د حکومت د کړنو د ارزونې په ترڅ کې وویل: طالبان لا هم د هیواد د اداره کولو لپاره یو متحد ایډیالوژي نه لري.
 
باید ووایم؛ که څه هم اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش شتون جدي ګواښ نه ګڼي، خو وخت په وخت د دغې ډلې له ادرس څخه خونړي بریدونه ترسره کیږي، چې د خلکو اندیښنې لا پسې زیاتوي.
 
https://avapress.com/vdchx-nix23nmxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته