دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 258140
په کابل کې د روسیې سفارت ته نږدې چاودنه شوې
د کابل ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه د چاودنې غږ اورېدل شوی، چې نوعیت یې تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
افغان غږ خبری آژانس: په کابل ولایت کې سیمه ییزو سرچینو نن دوشنبه (سنبلي ۱۴) خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د روسیې سفارت ته څېرمه د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
 
د دوی په وینا دغه غږ د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند د دارالامان له واټ څخه اورېدل شوی او تر اوسه یې نوعیت نه دی معلوم.
 
امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcfjcd0xw6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته