دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۴
د مطلب کود : 258639
د ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د تایلنډ په وړاندې ماتې وخوړه
زموږ د هېواد د فوټبال د ۲۰ کلنو ملي لوبډلې د اسيايي سياليو د غوراوي پړاو د ګروپي پړاو په لومړۍ لوبه کې د تايلنډ په وړاندې (۳ - ۰ ) ماتې وخوړه.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان او ټایلنډ د فوټبال د ۲۰ کلنو ملي لوبډلې د اسیا د اتلولۍ د مقدماتي سیالیو په چوکاټ کې پرون (سنبلي ۲۳) د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۳۰ بجې سره مخامخ شول.
 
په دې لوبه کې چې د اسيايي سياليو د لومړنيو سياليو په ګروپي پړاو کې يې لومړۍ لوبه وه، زموږ د هېواد د ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د تايلنډ په وړاندې د (۳ - ۰) په توپير سره ماتې وخوړه.
 
د ۲۰ کلنو اسيايي سياليو لومړنۍ سيالۍ د سنبلي له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې د مسقط ښار په سلطان قابوس لوبغالي کې ترسره کېږي.
 
افغانستان د دې سیالیو په "G" ګروپ کې د تایلنډ، فلیپین او عمان د فوټبال له لوبډلو سره سیالي کوي.
 
https://avapress.com/vdcipvar3t1awq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته