دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 260162
په کابل کې د روسیې سفارت لا هم تړلی دی /غوښتن لیک ورکوونکي د ایران او پاکستان څخه ویزې ترلاسه کوي
په کابل کې د روسیې د سفارت د تعلیق له دوام سره، دغه دیپلوماتیکې ادارې اوس یو خبرتیا خپره کړې چې د ایران او پاکستان له هیوادونو څخه د ویزې له غوښتونکو څخه یې غوښتي چې اقدام وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د روسیې سفارت اعلان کړی چې لا هم په افغانستان کې قونسلګری خدمات نه لری او ویزې نه ورکوی. سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانان کولای شي روسیې ته د ننوتلو لپاره له ایران او پاکستان څخه ویزې ترلاسه کړي. په کابل کې د دغه هېواد سفارت مخې ته له ځانمرګي برید وروسته د روسیې د کونسلګرۍ چارې وځنډول شوې.
 
په دغه برید کې، چې د دوشنبې په ورځ د سنبلې په ۱۴مه، وشو، دوه روسي ډیپلوماتان او څو افغان اتباع ووژل شول. داعش د دغه برید مسؤلیت منلی وو.
 
تر اوسه په افغانستان کې د روسیې د قونسلګرۍ د بیا پیلولو وخت نه دی اعلان شوی.
 
https://avapress.com/vdccexqii2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته