دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 260341
د لومړي ځل لپاره له هرات څخه اروپا ته ۱۲ ټنه جلغوزي صادرېږي
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال سید مسعود سادات وايي، د لومړي ځل لپاره د اسلام قلعه له بندر څخه ۱۲ ټنه جلغوزي جرمني ته صادرېږي.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال له باختر آژانس سره په مرکه کې وویل چې دغه کارګو د پنځه سوه زره امریکایی ډالرو په ارزښت صادریږی.
 
د هغه په ​​وينا، په دې لېږد کې ۱۲ ټنه جلغوزي او ۸ ټنه مميزو او پستې شاملې دي.
 
د لوېديځ زون د صادروونکو د اتحاديې مرستيال مهدي اکرمي وايي، دا لومړى ځل دى چې له لوېديځ زون څخه اروپا ته د دغه ډول کيفيت لرونکى بار وړل کېږي.
 
ښاغلي اکرمي زیاته کړه: اوس مهال لوېدیځ زون تر ټولو زیات صادرات لري او موږ له هرات څخه شاوخوا پنځوس صادراتي توکي لرو، چې میوه، وچه مېوه، بوټي، وچ بوټي او نور شامل دي.
 
خو د دغو وچو مېوو پروسس کوونکي وايي؛ دوی خوښ دي چې د دوی لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.
 
تاجګل یو له پروسیجرونو څخه دی، هغه وايي؛ د دوی ټوله هڅه دا ده چې دغه مواد په لوړ کیفیت جرمني ته صادر کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د صادروونکو ټولنې د مسوولینو په وینا، د هېواد لوېدیځه حوزه له هېواده بهر تر ټولو ډېر کلني صادرات لري. اوس مهال د هېواد له لوېديځې حوزې څخه بېلابېل طبي بوټي، زعفران، وچه او تازه مېوې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي.
 
https://avapress.com/vdcbagb58rhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته