دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 260441
په کابل کې چاودنې ۸ تنه ټپیان کړل
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د کارته مامورین سیمه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کارکوونکو یو کاسټر موټر د سړک غاړې پر ماین وربرابر شو، چې له امله یې ۸ تنه ټپیان شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خلکو سرچینې خبر ورکوي، چې نن (چهارشنبه، عقرب ۱۱) د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د بیارغونې او پراختیا وزارت د کارکوونکو پر یو کاسټر ډوله موټر د ماین چاودنه شوې ده.
 
په همدې حال کې د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې تایید کړه: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کارکوونکو یو کاسټر ډوله موټر د پنځمې حوزې اړوند د کارته مامورین په سیمه کې د سړک د غاړې له یوه ماین سره مخامخ شو. د کابل ښار
 
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند زیاته کړه چې د دوی د لومړنیو معلوماتو پر اساس د کلیو او پراختیا وزارت ۸ تنه کارکوونکي ټپیان شوي دي.
 
 خالد ځدراڼ وويل، چې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او سيمه د امنيتي ځواکونو تر څارنې او کنټرول لاندې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د دولتي کارکوونکو پر موټرونو د سړک غاړې ماينونو چاودنې زياتې شوې، خو د اسلامي امارت امنيتي ځواکونه د هېواد د لا ښه امنيت ډاډ ورکوي.
 
https://avapress.com/vdcc0xqis2bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته