دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 263335
اسلام آباد د افغان کډوالو د حقونو لپاره د یوې کړنلارې د جوړولو په حال کې دی
د پاکستاني رسنیو په وینا، آسلام اباد پلان لري چې د پاکستان د بشري حقونو د ملي شورا له خوا له پناه غوښتونکو سره د چلند لپاره کړنلاره چمتو کړي.
افغان غږ خبری آژانس: یوه پاکستاني خبریال د سه شنبې په ورځ (جدی ۱۳) په خپل راپور کې وویل چې دغه کړنلاره به د نه نیول کیدو، جبري شړلو او په پاکستان کې د میشتو پناه غوښتونکو د حقونو تضمین وي.
 
په همدې حال کې حقوقي سرچینو د پاکستان د بشري حقونو له ملي شورا څخه غوښتي چې په هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په تېره بیا د بشري حقونو د مدافعینو لپاره ځانګړي حقوق په پام کې ونیسي.
 
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، د پاکستان د ملي معلوماتو او ثبت ادارې له خوا د پناه غوښتونکو د زیږون د سندونو د ثبت بهیر اسانه کول او د پناه غوښتونکو د ځورونې مخنیوی هغه نورې غوښتنې دي چې پورته شوې.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د نيول کېدو او د دغه هېواد په زندانونو کې د هغوى د ناوړه وضعيت په اړه د نړيوالو سرچينو په تاييد باوري راپورونه خپاره شوي دي.
 
https://avapress.com/vdchxxnim23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته