دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 270555
پاکستان ته د یو اعشاریه دوه میلیارده ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي پاکستان ته د دغه هېواد د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکوي، دوی وايي، تېر کال افغانستان دغه هېواد ته د ۱،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې په تېرو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره تېر کال وتوانید چې له توقع څخه ډېر توکي پاکستان ته صادر کړي.
 
ښاغلي عزيزي زياته کړه، چې د افغانستان صادرات هيڅکله له ٤٠٠ ميليونو ډالرو څخه زيات نه دي، خو تېر کال د لومړي ځل لپاره دغه شمېره ۱،۲ میلیارد ډالرو ته لوړه شوه.
 
هغه څرګنده کړه، پاکستان ته د افغانستان د صادراتو ډېره برخه وچه او تازه مېوه او معدني مواد دي.
 
عزيزي دا هم وويل، چې روسيې، پاکستان او ايران ته يې د سفرونو پر مهال د سوداګرۍ د پراختيا هڅه کړې ده.
 
د هغه د څرګندونو پر بنسټ؛ هغه عامه بحثونه چې د شمال او جنوب تر منځ د نښلولو نقطې له امله رامنځته شوي دي، چې افغانستان به د افغانانو اوږده ارمان ته ورسوي.
 
په همدې حال کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې تېر کال موږ له پاکستان سره شاوخوا دوه نیم میلیارده ډالره سوداګریزې راکړې ورکړې درلودې.
 
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند څرګنده کړه، که څه هم افغانستان له پاکستان څخه د توکو واردات کم کړي دي. خو دغه هیواد ته یې د خپلو صادراتو په مقابل کې ډیر څه کړي دي.
 
جواد زیاته کړه، تېر کال موږ پاکستان ته د یو میلیارد ۲۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي او له دغه هېواد څخه د ۱ میلیارده ۱۶۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي دي.
 
جواد د پاکستان د صادراتو د کمښت لامل د ځینو توکو په تولید کې د افغانستان د ځان بسیاینې لاسته راوړنه او همدارنګه د پاکستان اقتصادي رکود وباله او زیاته یې کړه چې دې کار د پاکستان پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی.
 
هغه څرګنده کړه، چې پاکستان ته د افغانستان صادراتي توکي تور جلغوزي، رومي بانجان، پياز، سکاره او پنبه شامل دي او افغانستان هم له پاکستان څخه وريجې، درمل، کچالو او يو شمېر نور توکي واردوي.
 
په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي چې د کلدارو د بندېدو له امله له پاکستان سره د افغان سوداګرو سوداګریزې راکړې ورکړې ورځ تر بلې کمېږي.
 
د الکوزي د څرګندونو پر بنسټ؛ افغانستان ته د پاکستان د صادراتو اندازه څه د پاسه درې میلیارده ډالرو ته رسېده چې اوس د پام وړ کمه شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې پاکستان له اقتصادي رکود سره مخ شوی او د امریکايي ډالر پر وړاندې د دې هېواد د روپۍ ارزښت په بې ساري ډول راټیټ شوی دی.
 
اوس مهال پاکستان له ۳۱ سلنې څخه د زیاتو انفلاسیون سره مخ دی او دې مسلې د دغه هیواد وګړي له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي.
 
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، چې په پاکستان کې اقتصادي بحران پر دې سربېره چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي، د افغانستان دننه د خلکو پر اقتصاد هم منفي اغېز کړی دی.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی زلمی عظیمي وايي، پاکستان له اقتصادي بحران سره مخ دی او دغه کار افغانستان ته د دغه هېواد د صادراتو د کمښت لامل شوی دی.
 
هغه د پاکستان په بازارونو کې د بيو لوړېدو ته په اشارې سره زياته کړه چې د ګازو او تېلو بيه درې برابره لوړه شوې او حقيقت دا دى چې افغانستان هم د پاکستان د اقتصادي بحران له امله له ستونزو سره مخ دى.
 
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالناصر رشتیا هم د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل، چې پاکستان د افغانستان یو له سوداګریزو شریکانو څخه دی، زموږ ډېر صادراتي توکي له پاکستان سره متمرکز دي. که په پاکستان کې اقتصادي بحران وي، او د خلکو د پیرودلو ځواک کم وي، موږ نشو کولی هغه هیواد ته صادر کړو."
 
پاکستان د افغانستان یو له سترو سوداګریزو شریکانو څخه دی، د افغانستان زیاتره توکي په دودیز ډول د پاکستان په بازارونو کې پلورل کېږي او پاکستان هم خپل سوداګریز او ترانزیتي توکي له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته صادروي.
 
https://avapress.com/vdcjiye8iuqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته