دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 278028
چین په هرات ولایت کې د زلزلې له قربانیانو سره د دوه سوه زره امریکایي ډالرو مرسته وکړه
په کابل کې د چین سفارت وايي، هېواد یې په هرات ولایت کې د زلزلې له قربانیانو سره د دوه سوه زره امریکایي ډالرو مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د چین سفارت په خپله اکس ټولنیزه پاڼه کې ویلی چې هېواد یې د هرات ولایت د زلزلې له قربانیانو سره د ۲۰۰ زره امریکایی ډالرو مرسته کړې ده.
 
د شنبې په سهار د هېواد لوېديځ او سوېل لوېديځ يوې زلزلې له څو ويجاړونکو وروسته ټکانونو سره ولړزاوه؛ یوې زلزلې لږ تر لږه څلور زره کسان مړه او ژوبل کړل.
 
https://avapress.com/vdcci4qi42bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته