دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 280572
په هرات ولایت کې د زعفرانو او محلي تولیداتو اتم نندارتون ترسره شوه/ د زعفرانو تولید زیات شوی دی
د زعفرانو د ګلانو اتم جشنواره او د محلي خوراکي توکو جشن د پنجشنبه په ورځ (د عقرب ۲۵مه) د هرات د کرنې او مالدارۍ په ریاست کې جوړ شو. د هرات د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږ کال په هرات ولایت کې د زعفرانو حاصلات زیات شوي دي.
آو) - هرات: د دغو مراسمو په ترڅ کې د هرات د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوی پیر محمد حلیمی وویل: تېر کال د زعفرانو حاصلات ۲۰ ټنه او راتلونکی کال ۳۰ ټنه دی.
 
ده زياته کړه: وچکالي د زعفرانو په وده او توليد منفي اغيزه نه ده کړې او سږ کال د زعفرانو حاصلات زيات شوي دي.
 
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایوي رییس محمد امین یوسف وویل: په تېرو ۸ میاشتو کې ۲۱۸۶۸ کیلوګرامه زعفران بهر ته صادر شوي دي.
 
ښاغلي یوسفي زیاته کړه: د دغه صادراتو ارزښت ۲۱ میلیونه او ۵۶۱ زره ډالره دی چې عربي هېوادونو او هند ته صادر شوي.
 
په همدې حال کې د هرات د زعفرانو کروندګر وايي، چې په هېواد کې د زعفرانو بیه ښه ده، خو که عربي هېوادونو ته صادر شي، په ښه بیه به وپلورل شي.
 
د دغه نندارتون په یوه برخه کې د یو شمېر ښځو له خوا د هرات محلي خواړه نندارې ته ایښودل شوي دي.
 
د تنظیم کوونکو په وینا په دغه نندارتون کې ۱۰۰ ډوله خوراکي توکي نندارې ته ایښودل شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې هر کال د زعفرانو د حاصلاتو د فصل له رارسېدو سره په هرات کې د کرنې رياست له خوا يو نندارتون جوړېږي، چې د زعفرانو د کروندګرو د بازار موندنې لپاره ښه فرصت بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcjaye88uqeoiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته