دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۲۷
د مطلب کود : 284560
په کونړ ولایت کې د اسلامي امارت او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې
رسنیو د سیمه ییزو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو او اسلامي امارت ترمنځ نښته شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: سرچینې رسنیو ته ویلي، چې دغه جګړه نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې د سرکاڼو ولسوالۍ په ګنجګل سیمه کې پیل شوې او لا هم روانه ده.
 
د دغې سرچينې په وينا، لومړى د پاکستان د سرحدي ځواکونو له خوا ډزې پيل شوې او بيا د اسلامي امارت ځواکونو ځواب ورکړ.
 
سرچينې د جګړې د لامل او احتمالي مرګ ژوبلې په اړه جزئيات ورنه کړل.
 
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې اوس هم د ډزو غږونه اورېدل کېږي او د جګړې سیمې ته څېرمه یو شمېر اوسېدونکو له دې وېرې چې د پاکستان له لوري توغول شوې.

د پاکستان ځینو سیمه ییزو رسنیو چې د پاکستان د قبایلي سیمو او له افغانستان سره د دغه هېواد د سرحدي کرښې په اړه مسایل تعقیبوي، ویلي چې د کونړ-باجور پر پوله نښته شوې ده.
 
د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه نښته هغه مهال رامنځته شوه، چې پاکستاني لوري پر پوله د اغزن سیم د ترمیمولو په حال کې وو.
 
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د لاسوهنو له امله له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې د افغانستان او پاکستان سوداګریزې پولې د افغان موټر چلوونکو پر مخ تړلې دي.
https://avapress.com/vdcaiynuw49nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته