افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د سرپرست ملا عبداللطیف منصور او د لوګر د عینک د مسو قراردادي شرکت د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ په غونډه کې " MCC" د کان کیندنې پروژې د بریښنا رسولو په اړه۶ بحث شوی.
دغه وزارت زیاتوي چې ښاغلي منصور د دغه شرکت مسوولینو ته د کاپیسا ولایت د بغدرې د برېښنا بند او د سروبي د برېښنا بند د پروژې د پانګونې او تطبیق وړاندیز وکړ او ژمنه یې وکړه چې په تطبیق کې به یې همکاري کوي.
بل خوا د میس عینک قراردادي شرکت مسوولینو ډاډ ورکړی، چې په دې برخه کې به وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره لازمې څېړنې پیل کړي.