دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 288160
په خوست کې د یوه بند او د اوبو د کانال د جوړولو کار بشپړ شو
په خوست ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د څه باندې ۲۱۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت په دغه ولایت کې د یوه بند او د اوبو د کانال د جوړولو کار بشپړ کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوست چارواکي وايي، چې د څه باندې ۲۱۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د دغه ولایت په صبریو او یعقوبیو ولسوالیو کې د یوه بند او د اوبو د کانال د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.
 
د چارواکو په وینا، دغه بند او کانال د ۸ میاشتو په موده کې جوړ شوی او په بشپړیدو سره به یې شاوخوا ۴۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
https://avapress.com/vdcaianuw49na61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته