افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې صهیونیسټی رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د جنایاتو په شپږو پیښو کې ۶۳ فلسطینیان شهیدان او ۹۴ تنه نور ټپیان کړی دی.
د دغو شهیدانو په شمول په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د تیریو له پیل راهسې د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر ۳۲ زره ۸۴۵ او د زخمیانو شمیر ۷۵ زره ۳۹۲ تنو ته رسیدلی دی.