افغان غږ خبری آژانس: د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د ۲۰،۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸.۱۵ کیلومتره اوږد سړک د جغل اچولو کار پیل شوی دی.
ويل کېږي چې د دغه سړک په بشپړېدو سره د يادې ولسوالۍ د شاوخوا ٢٤٠٠ کورنيو ترانسپورتي ستونزې تر ډېره حده هوارې شوې دي.