افغان غږ خبری آژانس: د استرالیا په سیډني ښار کې په یوه سوداګریز مرکز کې د چړی په برید کې څلور تنه وژل شوي او څو تنه نور سخت ټپیان شوي دي.
د ایرنا د خبر له مخې اسټرالیا نیوز خبر ورکړی چې د شنبې په ورځ له دغه وژونکي حملې وروسته په سلګونو کسان له دغه مرکز څخه ایستل شوي دي.
د راپورونو له مخې د سډني په دغه شاپنگ مال کې د چړی په برید کې لږ تر لږه شپږ لویان او یو ماشوم ټپیان شوي دي.
د برسبین ټایمز استرالیايي رسنی راپور ورکړی چې د بنډي په سیمه کې په دغه سوداګریز مرکز کې د چاقو په برید کې شپږ تنه وژل شوي دي.
د دغه خبرځاى دڅرګندونو له مخې: له دغې پيښې وروسته د بونډى ساحل ته څيرمه د سوداگرۍ په مرکز کې د پوليسو عمليات روان دي.
امنیتي ځواکونو له خلکو غوښتي چې د پېښې له سیمې لرې پاتې شي. دغه راز ددغې پيښې په اړوند څيړنې روانې دي او نور جزئيات په لاس کې نشته .
پیرامیډیک هڅه کوي چې د پیښې په ځای کې د ټپیانو درملنه وکړي، او خپاره شوي انځورونه ښیې چې ډیری خلک د مال شاوخوا راټول شوي.