افغان غږ خبری آژانس: د استرالیا پولیس وایی، د سیډنی ښار په یوه سوداګریز مرکز کې د چړې د برید د قربانیانو شمېر له څلورو څخه شپږو ته لوړ شوی دی.
پولیسو په پیل کې اعلان وکړ چې په دې پیښه کې بریدګر د پولیسو له خوا په ډزو سره تر برید وروسته څلور تنه ووژل شول.
انتوني کوک، د نیو ساوت ویلز ایالت د پولیسو مرستیال، د قربانیانو شمیر اوه تنه د بریدګر سره اعلان کړ.
د دغه برید انګیزه تر اوسه نه ده په ډاګه شوې، خو کوک دا خبره رد کړې، چې ګواکې دا یو ترهګریز برید و.