افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان سیمه ییز چارواکی وایی، د بغلان ولایت د دوشی ولسوالۍ په قره احمد کلی کې د کرولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله درې تنه وژل شوی او یو تن ټپی شوی دی.
د ځايي چارواكو په وينا، ټپي او وژل شوى تن د دې ولايت د پوليسو له خوا د دوشي ولسوالۍ مركزي كلينيك ته لېږدول شوي او د لادرکه شوي سړي د موندلو هڅې روانې دي.
بل خوا د بدخشان ولايت په شهر بوزور ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه او اووه نور ټپيان شوي دي.
دبدخشان ولايت امنيه قومانداني وايي چې دغه ترافيکي پيښه د يو فولډر ډوله موټر د چپه کيدو له امله رامنځته شوې ده او د پيښې قربانيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي .
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د ترافيکي پېښو کچه لوړه شوې ده.