افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخی دغه بیانیه خپره کړې او لیکلی یې دی: صهیونیسټ رژیم د خپلو جنایتونو په دوام د سوریې په پلازمینه دمشق کې د ایران سفارت د روان کال د اپریل په لومړۍ نیټه په نښه کړه او په دي کار سره ټول ډیپلوماتیک معیارونه او نړیوال قوانین يي تر پښو لاندي کړه چې په ځواب کې د ایران اسلامی جمهوریت تیره شپه مشروع دفاعی اقدامات ترسره کړل.
د اسلامی امارت د خارجه وزارت ویاند تاکید وکړ: صهیونیسټی رژیم د تیر کال له اکتوبر میاشتې راهسې په غزه کښې د څه دپاسه ۳۳ زره ملکیانو قتل عام ته دوام ورکړی او هڅه کوی د نورو هیوادونو په اندې تیری وکړی او په سیمه کښې ناامنی خپره کړی.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هم د نړۍ او سیمې له «مؤثرو» هیوادونو غوښتي چې د کړکیچ د پراخیدو د مخنیوي په خاطر د اسرائیلو د «جنایتونو» د مخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ کړي.