دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 288726
په هېواد کې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې څه باندې شپږ زره پنځه سوه بهرني او کورني بنسټونه فعاليت لري
د اقتصاد وزارت چارواکي په افغانستان کې د څه باندې ۶۵۰۰ کورنیو او بهرنیو بنسټونو فعالیت اعلانوي او وايي چې د دغو بنسټونو فعالیتونه د ټولنیزو خدمتونو، روغتیا، پوهنې، کرنې او مالدارۍ په برخو کې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکتر عبداللطیف نظری وایی چې د دغو بنسټونو فعالیتونه د اسلامی امارت د نظام له احکامو سره سم ترسره کیږی.

د ملي دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال همدارنګه زیاته کړه چې دغه وزارت د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو سره له دغو بنسټونو سره همکاري کوي.

نوموړي د کورنیو او بهرنیو بنسټونو شمېر ۶۵۲۲ اعلان کړ، چې ۵۱۵ یې بهرني دي چې په ټولنیزو خدمتونو، روغتیا، ښوونه او روزنه، کرنه او مالداري شامل دي.

له بلې خوا د هغو بنسټونو مسوولين چې په بېلابېلو ولايتونو کې فعاليت کوي وايي چې په بېلابېلو برخو کې د پروژو په پلي کولو سره يې زرګونو کسانو ته د کار او زده کړو زمينه برابره کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د پایدارې پراختیا د انستیتوت مرستیال زیاته کړه چې دوی د تخنیکي او مسلکي استادانو په ګډون ۳۰۰ کسان روزلي او دا مهال په زده کړو بوخت دي.

دى وايي، چې د دوى روزنه په بېلابېلو دندو کې روانه ده، لکه د صنعتي کارګرانو چې اوسمهال د کار په بازار کې په کار بوخت دي.

نوموړي دغه راز په کابل او ننګرهار ولايتونو کې د يادو روزنيزو پروګرامونو د پلي کېدو خبر ورکړ او ويې ويل، چې يو نيم سوو تنو ته به په ننګرهار او يو نيم سوه تنه نور په کابل ولايت کې وروزل شي.

خو اقتصادي کارپوهان هم د کورنيو او بهرنيو بنسټونو فعاليتونه د ټولنيز پرمختګ او د کارموندنې په برخه کې اغېزمن او ګټور بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، د کرنې، پوهنې او ټولنیز خوندیتوب په برخو کې د ۴۷۷ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې ۱۰۰۰ پروژې پلې شوې او ۲۵۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
https://avapress.com/vdcirvarqt1avy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته