افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه بنسټ چارواکي وايي، چې د روان کال په ترڅ کې يې د زړه سوري شاوخوا ۱۵۰۰ ماشومان د درملنې په موخه روغتونونو ته معرفي کړي دي.
په ورته وخت کې د کورنیو روغتونونو ډاکټران هم وايي، چې اوس په هېواد کې دننه د زړه د سوري ناروغانو ته د درملنې زمینه برابره شوې او له همدغو شمېر ناروغانو څخه چې د افغان سرې میاشتې له خوا ورته معرفي شوي دي درملنه یی شوي ده او دوی له خلکو غواړي، چې خپل ناروغان دې د درملنې لپاره بهر ته نه لېږي او د هېواد پر روغتونونو دې باور وکړي.
د يادونې وړ ده، چې افغان سرې مياشتې اړو کسانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ د زړه د سوري ناروغان هم د درملنې په موخه د هېواد معتبرو روغتونونو ته معرفي کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو کلونو کې په هېواد کې دننه د زړه د سوري ناروغانو د درملنې لپاره د اسانتیاوو د نشتوالي له امله، ناروغان اړ وو، چې د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.