دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 288748
په هرات ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله د استوګنې ۲۵ کورونه ویجاړ شوي
د هرات ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي، په دې ولایت کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د استوګنې ۲۵ کورونه ویجاړ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په هرات کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مرستیال مولوي عنایت الله صابر وايي: په دې ولایت کې د وروستیو اورښتونو او سیلابونو له امله د استوګنې ۲۵ کورونه ویجاړ شوي دي.

نوموړي همدا راز زياته کړه، چې په تېرو درېيو مياشتو کې د سېلابونو له امله تر ٧٠ زيات د استوګنې کورونه ويجاړ شوي او شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د هرات له طبيعي پېښو سره د مبارزې مرستيال وايي، د هرات ښار او ولسواليو کې د تېرو دوو ورځو د اورښتونو او سېلابونو په پايله کې کرنيزې ځمکې هم ويجاړې شوې دي.

نوموړي دغه راز يادونه وکړه، چې له سېلابونو ځپلو کورنيو سره مرسته شوې او دوى هم چمتو دي، چې د سېلابونو له امله د نورو زيانونو مخه ونيسي.

د يادونې وړ ده، چې په هرات کې له تېرې ورځې راهيسې بارانونه پيل شوي او د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې يې سيلابونه راوتلي دي.
https://avapress.com/vdcc04qi42bq4m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته