افغان غږ خبری آژانس - کابل: د برښنا شرکت رسنیز دفتر رسنیو ته ویلي چې په هیواد کې د وروستیو ورځو او میاشتو بارانونو د ناګلو، سروبي او ماهیپر بندونو د بریښنا تولید زیات کړی دی.
د باختر آژانس د خبرله مخې او د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په تيرو ٢٤ ساعتوکې په دغو بندونوکې دبريښنا په توليد کې زياتوالى راغلى دى او دغه زياتوالى په ټولو عامه شبکوکې ويشل شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو ورځو کې د هېواد زياتره ولايتونه د سختو بارانونو شاهدان دي.