افغان غږ خبری آژانس - کابل: پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې په پام کې ده په دوو ورځو کې د افغان کډوالو د جبري اخراج دوهم پړاو پیل شي.
ویل شوي، چې د پاکستان له خبرداري سره سره یو شمېر مدني فعالانو او افغان خبریالانو د افغان کډوالو په اړه د اسلام آباد پر چلند د نیوکې ترڅنګ د دغه هېواد له نوي حکومته غوښتي، چې د افغانستان واقعیتونه درک کړي او د ناراجستر شویو کډوالو د ایستلو دویم بهیر عملي نه کړي.
یو شمېر رسنیو د پاکستاني چارواکو له خولې ویلي، چې په دې پړاو کې به هغه کډوال هم له اسنادو سره له پاکستانه وایستل شي، چې اسناد لري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه د دغه هېواد حکومت له پاکستانه د نورو هېوادونو د کډوالو د اخراج په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.
په همدې حال کې د شمېرو له مخې ویل کېږي چې په لومړي پړاو کې شاوخوا ۵۰۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.