دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 288753
د غزې د شهیدانو شمېر ۳۳۷۲۹ تنو ته ورسېد
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۳ زره او ۷۲۹ تنو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر ۷۶ زره ۳۷۱ تنو ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټ رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې څلور قتل عامونه ترسره کړی چې په نتیجه کښې یې ۴۳ تنه شهیدان او ۶۲ نور ژوبل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې غزه له ۱۹۰ ورځو وروسته تېره شپه نسبتاً ارامه شپه تېره کړه.

د غزې یوشمېر اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې پر اسرائیلو د ایران د برید او له غزې څخه د دغه رژیم د الوتکو د وتلو له امله دوی تېره شپه یو څه ارامه خوب وکړ.

د یادولو وړ ده چې تیره شپه په دمشق کښې د دغه هیواد په کنسولګرۍ باندې د صهیونیسټ رژیم د حملې په غبرګون کښې د ایران اسلامی جمهوریت په نیواکګرو سیمو په سلګونو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حملې وکړې.
https://avapress.com/vdciwvarpt1avy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته