دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 288757
عبدالله او کرزي پر اسرائیلو د ایران برید یو دفاعي اقدام وباله
د افغانستان د پخواني حکومت د سولې د عالي شورا مشر د ایران له خوا پر صهیونیسټ رژیم د حملو ملاتړ وکړ او هغه یې یو دفاعي اقدام وباله. له بلې خوا حامد کرزي ویلي، چې پر اسرائیلي رژیم د ایران برید دفاعي حق دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پخواني افغان حکومت د سولې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په ایکس پاڼه کې د ایران له خوا د اسرائیلي رژیم د توغندیزو بریدونو ملاتړ کړي او دا يي یو دفاعي اقدام بللی دی.
 
هغه ویلي چې په سوریه کښې د ایران په کونسلګرۍ باندې په حملې سره صهیونیسټ رژیم د نړیوالو قوانینو، د ډیپلوماټیکو ماموریتونو د معافیت له نړیوالو کنوانسیونونو او نړیوالو دودونو څخه سرغړونه کړې ده.
 
عبدالله زیاته کړي، د اسرائیلي رژیم له لوري په غزه کې د بې ګناه فلسطینیانو پرله پسې وحشیانه وژنې او د ماشومانو، ښځو، د نړیوالو موسسو د کارکوونکو، ډاکټرانو او مرستندویه کارکوونکو په نښه کول په سیمه ییزه او نړیواله کچه د کړکېچ اصلي لامل دی.
 
د هغه په ​​وينا، د ايران اسلامي جمهوريت له مذهبي، تاريخي او کلتوري مشترکاتو سره زموږ ګاونډي هېواد دى او اوس په سيمه کې د ميليونونو افغانانو کوربه دى.
 
له بلې خوا د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې په دې وروستیو کې د کړکېچ د پراخېدو او له نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې له امله د نړۍ سوله له جدي ګواښ سره مخ شوې ده.
 
هغه وویل په دمشق کښې د ایران په قونسلګرۍ باندې د اسرائیلو د رژیم حمله د هغې له نویو پیښو څخه یوه وه چې د ایران د اسلامی جمهوریت له غبرګون سره مخ شوه او له ځانه د دفاع یو مشروع حق بلل کیږی.
 
د هغه په ​​وينا، ايران د افغانستان يو ورور او ګاونډي هېواد دى، چې په سختو شېبو کې زموږ خلکو سره لاس او ګرېوان دى او افغانان هم د ايران له خلکو سره د خواخوږۍ او پيوستون احساس لري.
 
د غزې جګړه چې د تر ټولو بدې انساني غمیزې لامل شوې، باید ژر تر ژره د دایمي اوربند په رامنځته کولو او د فلسطیني ولس د یوه خپلواک دولت د لرلو حق تر لاسه شي.
https://avapress.com/vdccp4qim2bq4m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته