دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 288758
د مزارشریف- سمنګان لویه لار د غره د ښویېدو له امله تړل شوې
حکومتي سرچينې او عيني شاهدان وايي، چې په صياد ولسوالۍ کې د غره د ښويېدو او سېلابونو له امله تېره شپه شاوخوا يوولس بجې د مزارشريف او سمنګان ترمنځ لاره تړل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د سمنګان ولایت د فواید عامې رئیس مولوی محمد رحمان محمدی وایی چې سیلابونو خلکو ته جدی ستونزې رامنځته کړی او د مزار- سمنګان پر لویه لار زرګونه مسافر بند پاتې دی. 
 
هغه زیاته کړه: هره شیبه د مسافرینو شمیر زیاتیږي او هر څوک په موټرو کې دننه وي، خو د لارې د خلاصولو لپاره زموږ هڅې په جدي توګه روانې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د مزار- سمنګان لويه لار له مرکز سره د شمالي ولايتونو د لارې يوه برخه ده او ډېره حياتي لاره ده.
https://avapress.com/vdcdkj0xjyt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته