افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار په افغانستان کې د قزاقستان له سفیر علیم خان یسین ګلدیف سره وکتل.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګریزو اسانتیاوو پر پراختیا، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د تبادلې د حجم پر زیاتوالي، د ګمرکي تعرفو پر کمولو او د سوداګرو د ستونزو د حل او هغوی ته د ویزو پر ورکولو خبرې وکړې.
په همدې حال کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ خونه په هرات کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا او زیاتوالي په موخه پرانیستل شوه.