افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت د اعلان له مخې، د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د جګړې د شهیدانو شمیر ۳۳ زره ۷۹۷ تنو ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر ۷۶ زره او ۴۶۵ کسانتنو ته رسیدلی دی.
نږدې اته زره کسان لا هم تر خاورو لاندې او لادرکه دي او د را ایستلو هڅې روانې دي. همدارنګه د غزې د جګړې ۷۳ سلنه شهیدان او ټپیان ښځې او ماشومان دي.