دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 288811
د ګردیز-خوست لویه لار د غره ښویدو له امله بنده شوې ده
په پکتیا کې د اسلامي امارت د فواید عامې ریاست چارواکو د غره د ښویېدو له امله د ګردیز-خوست لویه لار د تړلو اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیا د فواید عامې ریاست چارواکي وايي، چې تېره شپه شاوخوا ۹:۳۰ بجې د پکتیا ولایت په سیتو کنډو سیمه کې د غره د ښویېدو له امله د ګردیز-خوست لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د چارواكو په وينا، د دې لويې لارې د پاکولو او بيا پرانيستلو هڅې روانې دي.
https://avapress.com/vdcdfj0xfyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته