افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د یو شمېر مرستندویه بنسټونو له استازو سره په یوه بېړنۍ ناسته کې د طبیعي پېښو له قربانیانو سره د مرستې او پاملرنې غوښتنه وکړه.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د OCHA، د خوړو نړیوال سازمان، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالو نړیوال سازمان، اکتید موسسه او د ډنمارک د کډوالو شورا استازو هم حضور درلود.
په همدې حال کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست نن د حمل په ٢٩مه د هېواد په ١٤ ولايتونو کې د باران امکان اعلان کړى دى.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نن (چهارشنبه) به هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، پکتیکا، خوست، پکتیا، غزني، بامیان، دایکندي، اروزګان او غور ولایتونه د بارانونو او سیلابونو شاهدان وي.
د يادونې ده، چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد يو شمېر ولايتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدان دي.