دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 288873
بلخ ولایت ته د ۱۹ بهرنیو سیلانیانو سفر
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولين وايي، چې ۱۹ بهرني سيلانيان د تاريخي او طبيعي ځايونو د ليدو په موخه دغه ولايت ته تللي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، چې ۱۹ تنه بهرني سیلانیان دغه ولایت ته د تاریخي او طبیعي ځایونو د لیدو په موخه تللي دي.

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوى مشر عبدالواحد احدي وايي، چې دغه سيلانيان له جرمني، ايټاليا او رومانيا څخه راغلي دي.

دغو سيلانيانو له تاريخي ابداتو او طبيعي ځايونو څخه ليدنه کړې ده.

د ورکړل شويو شمېرو له مخې، په تېره يوه مياشت کې له بېلابېلو هېوادونو څخه شپيته سيلانيانو لرغوني بلخ ته سفرونه کړي دي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو او د ملي امنیت له تامین سره هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ ورځ په ورځ زیات شوی دی.
https://avapress.com/vdcbzwb5frhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته