دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 288887
په کندز کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د دريو وروڼو په ګډون پنځه تنه وژل شوي
په کندز ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د دريو وروڼو په ګډون پنځه تنه ووژل شول.
افغان غږ خبری آژانس: کابل: د کندز ولایت سیمه ییزو سرچینو اعلان کړی، چې دغه پېښه د سه شنبې په ماښام د چهاردرې ولسوالۍ په «ایرگنک» سیمه کې د سه شنبې په ورځ (حمل ۲۸) د یو موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې يو بل تن ټپي شوى دى.

ویل کېږي چې وژل شوي کسان درې وروڼه او دوه نور دي.

سرچينې زياته کړې، چې يادو کسانو غوښتل بلخ ولايت ته د تفريح لپاره سفر وکړي.

د دې پېښې لامل هم بې احتیاطي بلل شوې ده.
https://avapress.com/vdcg779xuak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته