افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف : د فاریاب والي ملا شعیب رسالت د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې ویلي چې په ټول افغانستان کې د بیکارۍ پدیده موجوده ده او خلک ترې ځوریږي، خو حکومت د کار موندنې پروګرامونه په جدي توګه تعقیبوي.
ده زياته کړه: په فارياب ولايت کې دپرمختيايي پروژو دتطبيق په مقصد دخصوصي سکټور او دملي او نړيوالو مرستندويه موسسو په همغږي سره د خلکو لپاره د کار پيدا کولو پلان شتون لري او عملي کيږي.
د فارياب والي وويل، چې په هېواد کې به د بېکارۍ ګراف او حالت بدل شي، ځکه په هېواد کې د کارموندنې په برخه کې تدابير نيول شوي او دا د حکومت له لومړيتوبونو څخه ګڼل کېږي.
په همدې حال کې د فاریاب ولایت یو تن اوسېدونکی نعمت الله وايي: د اسلامي امارت د حکومت په جوړېدو سره په هېواد کې امنیت تامین شوی، خو د بېکارۍ په څېر ستونزو خلک ځورولي دي، نو له همدې امله موږ غوښتنه کوو چې د کارموندنې پروګرامونه په لاره واچول شي.
د ميمنې ښار يو شمېر نورو اوسېدونکو زياته کړه، چې بېکاري د افغانستان د خلکو پر وړاندې لويه ستونزه ده او حکومت بايد د دې پديدې د حل لپاره اقدام وکړي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د اسلامي امارت حکومت د واک تر اخیستو وروسته امنیت ټینګ کړی خو د خلکو بېکاري یوازینۍ ستونزه ده.