دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 288910
د لبنان د حزب الله په نننۍ حمله کې شپږ اسراييليان ټپيان شول
د صهیونیسټ رژیم رسنیو نن چهارشنبه خبر ورکړ چې د اشغال شوی فلسطین په شمال کښې د حزب الله په توغندی حملې کښې د څو پوځیانو په شمول شپږ کسان ژوبل شول.
افغان غږ خبری آژانس: عبراني رسنیو نن چهار شنبه خبر ورکړی، چې د اشغال شوي فلسطین په شمال کې پر یوې ودانۍ د راکټ د لګیدو له امله ۶ صهیونیسټان ټپیان شوي دي. د خپرو شويو راپورونو له مخې، د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

څو دقیقې وړاندې نړیوالو رسنیو راپور ورکړ چې د حزب الله یو توغندی پر (پوځي) موټر لګېدلی دی.

ويل شوي دي چې دصهيونيسټ رژيم دوه چورلکې د پيښې ځاي ته الوتنې کوي.

د تسنیم په وینا، نن د اشغال شوي فلسطین شمال د حزب الله او اسرائیلي پوځیانو تر منځ د سختې جګړې او کړکېچ شاهد دی او دواړو غاړو د یو بل پوستونه سوځولي دي.

پرون دصهیونیسټ رژیم څلور پوځیان دحزب الله په حملې کښې سخت ژوبل شول .
https://avapress.com/vdcdfj0xzyt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته