افغان غږ خبری آژانس: د کرملین ویاند وايي: مونږ په سیمه کې د کړکیچ د زیاتیدو په اړه سخت اندیښمن یو او د سیمې له ټولو هیوادونو څخه غواړو چې له زغم څخه کار واخلي. د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن له خبریالانو سره په یوه مرکه کې وویل، جنګ د هیچا په ګټه نه دی.
د روسیې د ولسمشر ویاند زیاته کړه چې مسکو له ایران سره نږدې او له اسرائیلو سره رغنده تماسونو ته دوام ورکوي.
له دې مخکې د کرملین ویاند د یکشنبې په ورځ په مقبوضه فلسطین باندې د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د حملې په غبرګون کښې چې په دمشق کښې د ایران د سفارت په قونسلګرۍ باندې د صهیونیسټ رژیم د حملې په غچ کښې ترسره شو، د زغم غوښتنه کړې وه.
په ملګروملتونو کښې د روسیې استازی واسیلی نیبنزیا په خپل دغه دریځ کښې د کړکیچ د زیاتیدا مسئولیت په بشپړه توګه د اسرائیلو او لویدیځو هیوادونو په غاړه وباله .
په نننۍ خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تهران له بریدونو مخکې روسیې ته خبر ورکړی و، پیسکوف وویل چې په دې اړه د ویلو لپاره څه نه لري.