دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 42443
24 تنه ترهګرطالبان د بیلابیلو چاڼیزوعملیاتو په لړکې ووژل شول
د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د نهو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کندز ، بدخشان ، کندهار ، هلمند ، لوګر ، خوست او بادغیس ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل
 په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د نهو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کندز ، بدخشان ، کندهار ، هلمند ، لوګر ، خوست او بادغیس ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل، ۲۴ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، دوه تنه ټپیان او دري تنه یی ژوندي نیول شوي دي.

په یادو عملیاتو کې ۳۶ کیلوګرامه نشه یی توکې او یو اندازه وسلۍ او مهمات چې یوقبضه راکټ اچونکې ، ۷ میله بیلابیل ډوله وسلۍ ، ۷ ډزه د درنو وسلو مرمې ، یو قبضه لاسې بمب ، څلور عدده شاژورونه او یو عراده موټر سایکل دهیواد ملی پولیسو لاسته لویدلي دي.

همدارنګه سرحدی پولیسو تېره ورځ ماسپښین مهال څلور کړی د وسایطو ضد ماینونه د زابل ولایت د مربوطاتو نه کشف او شنډ کړل.
دغه شمیر ماینونه چې د طالب ترهګرو له لوري د غیر اسلامی او غیر انسانی کړنو د ترسره کولو په موخه دیاد ولایت د شمالزائی ولسوالۍ پرسرک ځاي پرځاي کړي وو کشف اوپه دی وسیله د څو غمجنو پیښونه مخ نیوی وشو.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexe8e.jh8wei6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته