دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۰۵
د مطلب کود : 47158
ناتو: د طالبانو یومهم قومندان هم د کونړ په هوایي حمله کې وژل شوی
د ناتو چارواکي وایي، دوی تایید کړې چې په کونړکې د تیري ورځې هوایي حملې په ترڅ کې د طالبانو یومهم مشرمولوي نورمحمد او د هغه مرستیال عطیق اله د وژل شویو لسګونو وسله والو په ډله کې شامل دي.

ناتو وایي نورمحمد چې په تورابي مشهورو، د کونړپه چپې درې کې د وسله والو طالبانو لوړپوړی قومندان و چې د ټولو طالبانو فعالیتونو به یې تنظیمول.

ناتو عتیق اله چې په خالد هم مشهورو، د هغه مرستیال ښودلی دی.
په عین حال کې ناتو د افغانستان په ختیځ کې نن په یوې بم چاونه کې د خپلو دریو عسکرو د وژل کیدو هم ویلي دي.

ناتو د دغو عسکرو د هویت او د پیښې د څرنګوالي په اړه نورجزیات ندي ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4sq0.2bqmp8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته