دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۱۲
د مطلب کود : 48481
د لغمان په الیشنګ کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي
د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

د لغمان ولایتي چارواکي وايي، دغه عملیات تېره شپه د یادې ولسوالۍ د ګردي تالاب او مرچه خیلو په سیمو کې شوي دي.

د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته وویل، چې په وژل شویو کې د ملاحضرت په نامه د طالبانو ولسوال او د مرستیال قومندان جلات هم شامل دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)
https://avapress.com/vdccs0q0.2bq448j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته