دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۱۷
د مطلب کود : 53312
د جوزجان امنیتي چارواکو یو بنګله دیشی اینجینر د وسله والو له منګلو خوشې کړی
د جوزجان امنیتي چارواکي وایي، چې یو بنګله دیشي انجینیر یي د وسله والو له منګلو خوشې کړی.
دغه انجینیر دوه اونۍ وړاندې د شبرغان ـ اندخوي په لویه لاره کې د نامعلومو وسلوالو له خوا تښتول شوی وو.
د دې ولایت د ملي امنیت ريیس جنرال محمد شریف ازادۍ راډيو ته وویل، چې یاد انجینیر له دوو کلونو راپه دې خوا په یوه افغاني شرکت کې دنده ترسره کوله.
د ښاغلي شربف په وینا چې په دې اړه یي څوک نه دي نیولې او وسلوال په تیښته بریالي شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5fbs.rhbf8p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته