دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 55257
د ننګرهار حلقوي سړک ته څيرمه د تیلو اووه ټانکرونه سوزیدلي
د ننګرهار حلقوي سړک ته څيرمه په یوه سرای کې د تیلو اووه ټانکرونه سوزیدلي دي.

د امنيې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډیو ته ویلي، چې تیر ماښام مهال د ننګرهار بهسود ولسوالۍ پورې اړوند حلقوي سړک ته څیرمه په سرای کې یوه ټانکر د مقناطیسي بم د چاودنې له امله اور اخیستی، چې په پایله کې ټول اووه ټانکرونه سوزیدلي وو.

د نوموړي په خبره وروسته اور د اطفايي له خوا مړ شوی او یوازې یو تن په کې ټپي شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz5bs.rhbssp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته