دپاکستان سترې محکمې داجاروي بریښنا کوټونو په بودجه کې دغبن کولو په تور دلومړي وزیر دنیولو حکم هم صادرکړ. له اسلام آباد څخه زمونږ خبریال وايي دپاکستان دسترې محکمې له قضاتوڅخه دری کسیزه پلاوي نن داجاروي بریښنا کوټونو ددوسیې دڅیړنې ترڅنګ امر کړی دی چې دبریښنا کوټونودبودجې څخه په شپاړلسو تورنو کسانوکې باید ددې هیواد لومړی وزیر راجا پرویز اشر ف هم ونیول شي اوهرڅوک چې له هیواده دباندې وتښتي مسئولیت به یې په خپله غاړه وي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)