دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 59446
۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د لوګر ، پروان ، سمنګان ، زابل ، ارزګان ، غزنی او خوست ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۸ تنه ترهګر طالبان وژل شوی او ۱۲ تنه یی د هېواد امنیتې ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه زیاته اندازه وسلې، مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، څلور کړې د وسایطو ضد ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار او هلمند ولایتونو په اړونده سیمه کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvjdt.w6d1jaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې