دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 87321
۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کنړ، کندز ، کندهار ، زابل او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او۶ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو یوه اندازه مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۴ کړې ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د غزنی ولایت د خواجه عمری ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcizpav.t1ayr26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې