دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 60453
۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د ننګرهار ، کندهار ، زابل ، لوګر ، غزنی او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۳ تنه ټپیان او ۷ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، څلور کړې ډول ډول ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د فراه ، ارزګان او کندز ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmjdv.w6dxtaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې